دپاکستان دمشال خان قاتل نیول شوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46182-دپاکستان_دمشال_خان_قاتل_نیول_شوی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمردان دپولیسودمشر مرستیال ډی ایی جی () محد اسلم شینواری پرون وویل هغه ځوان چې مشال خان یې په ډزو ویشتلی وو نیول شوی اوهغه تماچه چې دې ورباندې ډزې کړی وې هم کشف شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2017 03:00 Asia/Kabul
  • پولیسو ویلي دي چې مشال خان دفیسبوک پاڼې چلوې او په هغوې به یې اسلام ته له سپکاوي ډک مطالب خپرول .
    پولیسو ویلي دي چې مشال خان دفیسبوک پاڼې چلوې او په هغوې به یې اسلام ته له سپکاوي ډک مطالب خپرول .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمردان دپولیسودمشر مرستیال ډی ایی جی () محد اسلم شینواری پرون وویل هغه ځوان چې مشال خان یې په ډزو ویشتلی وو نیول شوی اوهغه تماچه چې دې ورباندې ډزې کړی وې هم کشف شوی ده .

دغه نیول شوی کس عمران نومیږی اوپولیس وایی چې هغه لومړی په مشال خان ډزې کړی وې .

پولیسو وویل چې نیول شوی کس عمران  په مشال خان باندې په ډزو اعتراف کړی او عمران د مردان په پوهنتون کښې دجورنالزم په برخه کښې له مشال خان سره یوځاې زده کړې کولې .

د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې دمردان  دپوهنتون درویشت کلن محصیل مشال خان داپریل دمیاشتې په دیارلسمه نیټه دیوشمیر کسانو لخوا په پوهنتون کښې په ډزو ویشتل شوی او په   ښختو سره ویشتل شوی او په سوټیو سره سخت وهل شوی او بیا وژل شوی وو .

پولیسو ویلی دی چې مشال خان دفیسبوک پاڼې چلوې او په هغوې به یې اسلام ته له سپکاوی ډک مطالب خپرول .