دپاکستان په بلوچستان کې پنځه ترهه ګرهلاک او نهه نورنیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46194-دپاکستان_په_بلوچستان_کې_پنځه_ترهه_ګرهلاک_او_نهه_نورنیول_شوی_دی
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان امنیتی ځواک په یوې اعلامیې کې ویلی دی ، د دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې ئې د ردالفساد نومی پاکونکو عملیاتو په دوام کې پنځه ترهه ګر هلاک کړی او نهه نور ئې نیولی دی او دغه راز په دغو عملیاتو کې دوه ماموران هم ټپیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 28, 2017 10:26 Asia/Kabul
  • دپاکستان په بلوچستان کې پنځه ترهه ګرهلاک او نهه نورنیول شوی دی

زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان امنیتی ځواک په یوې اعلامیې کې ویلی دی ، د دغه هیواد په بلوچستان صوبې کې ئې د ردالفساد نومی پاکونکو عملیاتو په دوام کې پنځه ترهه ګر هلاک کړی او نهه نور ئې نیولی دی او دغه راز په دغو عملیاتو کې دوه ماموران هم ټپیان شوی دی .

 په پاکستان کې د ضرب عضب نومې عملیاتو رووسته  د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد د  دغه هیواد امنیتی ځواک  دردالفساد نومې  نوی عملیات پیل کړی  دی ، خو د دغه هیواد  ډیری سیاسی او امنیتی کارپیژاندی وائی  ترڅو چې  د ترهه ګرۍ اوترهه ګرو په ضد په مبارزې کې  جدی  او کلکه اراده  نه وی   دنامو په بدلولو سره  هیڅ ډول عملیات بریالی نشی کیدلی .

داپه داسې حال کې دی چې  دپاکستان دآئی ایس پی آر  د وروستۍ اعلامیې په اساس  په دغو پاکونکو عملیاتو کې  د سپاه صحابه ،  جماعت الاحرا ، جنګوی لښکر  او طالبانوپشمول  دتکفیری  ترهه ګرو ډلو  په سلګونو   جنایتکار هلاک  شوی   او دهغوی پټنځایونه تباه کړائ شوی دی .