پر سوریې د حملې په خاطر په آمریکا د پاکستان نیوکه
Apr 28, 2017 13:24 Asia/Kabul
د پاکستان دفاع وزیر د سوریې پر بیخ بنائی او هوائی ډګر تاسیساتو د آمریکا پر وروستیو حملو په نیوکې سره وویل:اسلام آباد دغه حملې د سوریې په کورنیو چارو کښې بهرنی لاسوهنه بولی.
خواجه محمد آصف،چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چورلیزتوب د ماسکو په نړیوالې امنیتی ناسته کښې د ګډون لپاره روسیې ته تللی ،پرون د اسپوټنیک له خبری آژانس سره په مرکه کښې زیاته کړه:اسلام آباد د سوریې په چارو کښې له هر ډول بهرنی لاسوهنې سره مخالف دی او پر سوریې د آمریکا حملې د دمشق په کورنیو چارو کښې بهرنی لاسوهنه ده.
د پاکستان دفاع وزیر هدغه راز د سوریې حکومت د بدلولو لپاره له زور او پوځی اوزاره د هر ډول استفادې د پایلو په هکله خبرداری ورکړ.