د نواز شریف استعفی، د پاکستان حکومت د مخالفینو غوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46228-د_نواز_شریف_استعفی_د_پاکستان_حکومت_د_مخالفینو_غوښتنه_ده
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په زرګونه پلویان پرون د دغه هیواد په پلازمینې اسلام آباد کښې په غونډیدو سره، له قدرته د دغه هیواد د لومړی وزیر نواز شریف د لیرې کیدا غوښتونکی شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2017 01:58 Asia/Kabul
  • د نواز شریف استعفی، د پاکستان حکومت د مخالفینو غوښتنه ده

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په زرګونه پلویان پرون د دغه هیواد په پلازمینې اسلام آباد کښې په غونډیدو سره، له قدرته د دغه هیواد د لومړی وزیر نواز شریف د لیرې کیدا غوښتونکی شول.

د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په اسلام آباد کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې د پاکستان دولت پر فساد تورن کړ.

عمران خان چې څو ورځې وړاندې مدعی شوئ ؤ چې د نواز شریف حکومت هغه ته د پاناما له لیسټه د هغه د نوم د لیرې کولو په خاطر د سلو میلیونو ډالرو د رشوت وړاندیز کړئ دی، د دغه موضوع په اړه د پاکستان د دولت انکار بې اساسه وباله.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ټینګار وکړ: په عدالت کښې به اعلان وکړی چې چا هغه ته د دولت له لوری د رشوت وړاندیز کړئ دی.