آیا د پاکستان دولت او پارلمان د افغانستان په وړاندی اختیار لری؟
د پاکستان د مرکزی پارلمان د رئیس«ایاز صادق» په مشرۍ، د دغه هیواد یو ۱۵ کسیز پارلمانی پلاوئ، پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجو د هوارۍ، او د کړکیچونو د ختمولو په منظور، کابل ته ورسید، او د افغانستان له پارلمانی مقامونو، او د دی هیواد له نورو مسؤولینو سره یی کتنه او خبری اتری وکړې.
پدغه لیدنو کتنو کی افغانستانی لوری؛ د پاکستان په دولت باندی د نیوکې په ضمن کی، پاکستانی پلاوی ته یادونه وکړه؛ چی اسلام آباد د سولې په خبرو اترو کی د ګډون کولو لپاره، د طالبانو د تشویقولو؛ او له دغې ډلې څخه د ملاتړ د ختمولو په باره کی؛ پخپلو هغو ژمنو باندی چی د افغانستان له دولت سره یی کړې وې، عمل نه کوی. د افغانستان د مشرانو جرګی د یو شمیر غړیو له قوله؛ پاکستانی پلاوی افغانستانی لوری ته ډاډینه ورکړه، چی د پاکستان دولت به په طالبانو دباؤ واچوی، ترڅو پخپلو وعدو عمل وکړی. پاتی دی نه وی؛ چی افغانستان ته د پاکستان د پارلمانی پلاوی سفر، د ؤلس مشر«اشرف غنی» له غوښتنې وروسته ترسره شو، چی څه موده وړاندی یی، د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو د همکارۍ او خبرو اترو غوښتنه کړې وه. د یادولو وړ ده؛ چی د پاکستان د پارلمانی پلاوی له سفر وړاندی، د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی پلاوی هم، د دغه هیواد د پوځ د مشر«جنرال قمر جاوید باجوه» په امر، د افغانستان د بلخ ولایت پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندی د طالبانو د ویرونکې حملې په هکله، د تسلیت ویلو او د غمرازۍ څرګندولو په منظور، کابل ته سفر کړئ ؤ؛ چی پدغه سفر کی د پاکستان پوځ قوماندانانو، د افغانستان له پوځی او سیاسی مسؤلانو سره په خبرو اترو کی، ډاډینه ورکړې وه؛ چی د پاکستان پوځ پخپلې خاورې باندی بشپړ کنټرول لری، او له دې وروسته به اجازه ور نه کړه شی، چی افراط پال د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته ور دننه شی. دا چی آیا په پاکستان کی حاکمیت او قدرت، په تیره بیا د دغه هیواد بهرنئ سیاست، د منتخب دولت او پارلمان په لاس کی دئ، یا د پوځ په لاس کی؟ زموږ خبریال پدې باره کی، د پاکستان د مشهور حقوق پوه، او د عوامی نشنل پارټی د مرکزی شورا د غړی«لطیف آفریدی» نظر وغوښت، چی نوموړی په ځواب کی وویل: افغانستان له تیرو ۴۰ کلونو راهیسی له جګړې سره لاس او ګریوان دئ. یو وخت د شوروی سره پوځ دغه هیواد تر خپل نیواک لاندی نیولئ ؤ، او اوس امریکا او ناټو له ټروریزم سره د مبارزې په شعار سره پدی هیواد کی شتون لری؛ چی یو شمیر د هغه په وړاندی جنګیږی، او پاکستان د افغانستان په قضیه کی اساسی رول لوبوی. له شوروی سره په جګړه کی هم پاکستان د امریکا سر کاروان ؤ، حاضر دمه د تش په نامه ټروریزم سره په جګړه کی هم، د امریکا ترڅنګ شتون لری، پداسی حال کی چی، له یوې خوا له ټروریزم سره د جګړې په نامه، د امریکی ډالرونه جیب ته اچوی، او له بلې خوا له طالبانو سره مالی او پوځی مرستې کوی. ښاغلی لطیف آفریدی زیاته کړه: چی په پاکستان کی حکومت او پارلمان هیڅکاره دی، په اصل کی اختیار؛ او په تیره بیا بهرنئ سیاست، د پوځ په واک کی دئ؛ او د ښاغلی لطیف آفریدی له قوله، د پاکستان پوځ استراتجی هم دا ده، چی افغانستان له ځانه ګنی، او غواړی چی دغه هیواد د اسلام آباد تر سلطې لاندی او د هغه د سیاستونو تابع وی. د لطیف آفریدی له قوله؛ د پوځ د دغو غلطو سیاستونو له کبله ده، چی هیڅ ګاوندئ؛ له پاکستان څخه راضی نه دئ، او که د پاکستان پوځ؛ له دغه سیاست څخه لاس وا نخلی، ممکنه ده داسی یوه ورځ را ورسیږی، چی په پاکستان کی د پوځ په خلاف پاڅون وشی. ښاغلی آفریدی ډاګینه کړه: نه یواځی د پاکستان د پارلمانی پلاوی سفر، بلکه د دغه هیواد د پوځی پلاوی سفر به هم، چی له دې وړاندی سرته رسیدلئ ؤ، هیڅ کومه مثبته نتیجه ونه لری، ځکه چی پوځ تر اوسه لا د افغانستان په وړاندی خپل سیاست بدل کړئ نه دئ.
همداراز زموږ خبریال، پدې باره کی د افغانستان د ؤلسی جرګی د غړی«عبدالودود پیمان» نظر وغوښت، چی نوموړی په ځواب کی د لطیف آفریدی د څرګندونو په تائیدولو سره، وویل: افغانستان ته د پاکستان د پارلمانی پلاوی سفر، په زیاته اندازه د نړیوالې ټولنې د فشارونو په خاطر بڼه نیولې ده، تر څو پاکستان داسی وښیې؛ چی په افغانستان کی د سولې غوښتونکئ دئ، خو د ښاغلی پیمان له قوله؛ د افغانستان په وړاندی د پاکستان سیاست، د دغه هیواد د پوځ په لاس کی دئ، چی په حقیقت کی د امریکا او ناټو په غږملتیا غوره کیږی، ځکه چی امریکا د افغانستان د جګړې د ختمیدو غوښتونکې نه ده، او پاکستان هر کار چی سرته رسوی، د امریکی په دستورونو سره بڼه نیسی، چی البته پاکستان پدې لوبه کی د خپلو اهدافو او موخو په لټه هم دئ؛ ځکه چی غواړی افغانستان کمزورئ او تر خپلې سلطې لاندی وساتی. د افغانستان د پارلمان دغه غړی، د افغانستان د جګړې په اړه؛ په پاکستان باندی د ؤلس مشر«ټرمپ» دباؤ ته په اشارې سره، وویل: چی ټرمپ هم د نواز شریف په شان، له ځانه کوم واک او اختیار نه لری، او په امریکا کی هم ټولې واګې، د پوځ او د سی؛آی؛ای په لاس کی دی.