په تفتان کښې شیعه زیارتوال له تیرو پنځلسو ورځو ګیر دي
په لس هاو پاکستاني زیارتوال چې په ایران او عراق کښې له زیارتونو کولو وروسته خپل هیواد ته ستانه شوي دي، له څو ورځو راهیسې د پاکستان په تفتان سرحدي ښار کښې ګیر پاتې دي او د مخکښې تګ اجازه نه لري.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان مظلوم شیعه مسلمانان چې په ډیرو سختیو او کړاونو امامانو او نورو سپیڅلو ځایونو زیارتونو له راغلي وو، د ایران له پولې له اوړیدو سره سم د پاکستان په سرحدي ښار تفتان کښې د دغه هیواد د حکومت لخوا ایسار کړی شوي دي.
دغه زیارتوال چې پکښې ښځې او ماشومان هم دي، څه باندې پنځلس ورځې کیږي چې د تفتان په کوچني ښار کښې ګیر دي او دغه ښار د هوساینې ابتدايي امکانات هم نه لري خو د پاکستان حکومت د امنیتي مسائلو په پلمه هغوي ته له دغه ښاره د وتلو او د کویټې په لور د تګ اجازه نه ورکوي.
تفتان د پاکستان د بلوچستان بیاباني سیمه ده او تراوسه پکښې په شیعه زیارتوالو باندې په ځلونو ترهګرې حملې شوې دي او ګڼ شیعه مسلمانان پکښې شهیدان شوي دي او اوس هم په دغه سیمه کښې په میدان د هغوي پاتې کیدو ته په پام سره د ترهګرو حملو له خطر سره مخامخ دي.
د پاکستان د شیعه ټولنو او عالمانو د ډیرو هلوځلو سره سره د پاکستان حکومت ایران او عراق ته د تلونکو ز یارتوالو د امنیت او سوکالتیا لپاره هیڅ جدي اقدام نه دی کړی.