پاکستان له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړي
May 09, 2017 11:16 Asia/Kabul
د پاکستان د پارلیمان مشر د ایران له اسلامي جمهوریت سره په تیره بیا په اقتصادي او سیاسي برخو کښې د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې سردار ایاز صادق تهران ته د خپل وروستي سفر او د ایران له چارواکو سره ملاقاتونه مثبت او ښه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت خپلو ګاونډیانو ته ځانګړې پاملرنه کوي او ورسره د اړیکو پراخول غواړي.
هغه د تیرې اپریل میاشتې په یویشتمه نیټه د یو پارلیماني پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم په دې وروستیو کښې په اسلام آباد کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ له مشر سردار ایاز صادق سره په خپله کتنه کښې د دواړو هیوادونو د سرحدونو د امنیت په تامینیدو ټینګار کړی دی.
ټیګونه