سختې ګرمۍ او لوډشینډنګ د پاکستان خلک پوزې ته راوستي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47124-سختې_ګرمۍ_او_لوډشینډنګ_د_پاکستان_خلک_پوزې_ته_راوستي_دي
په پاکستان کښې د تاودوخې په زیاتیدو سره د بریښنا کمی او لوډشیډنګ هم اوج ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2017 03:42 Asia/Kabul
  • سختې ګرمۍ او لوډشینډنګ د پاکستان خلک پوزې ته راوستي دي

په پاکستان کښې د تاودوخې په زیاتیدو سره د بریښنا کمی او لوډشیډنګ هم اوج ته رسیدلی دی.

سختې ګرمۍ او لوډشینډنګ د پاکستان خلک پوزې ته راوستي دي.

نن سبا د پاکستان په سویلي سیمو کښې تاودوخه له ۴۰ نه تر ۴۸ ډګري سینټي ګریډو چلیږي چې د ګرمۍ دې زیاتیدو پاکستانیان له یولړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په پاکستان کښې د تاودوخې په زیاتیدو سره  د بریښنا کمی هم اوج ته رسیدلی دی او په ښاریزو سیمو کښې تر ۱۲ ساعتونو او په کلیوالو سیمو کښې تر ۱۸ ساعتونو بریښنا بندیږي.

په دغه هیواد کښې د بریښنا د کمي اندازه هم له ۵ زرو نه ۷ زرو میګاواټو ته زیاته شوې ده.

په پاکستان کښې سخته ګرمي او د بریښنا کمی هر کال د ګڼو پاکستانیانو د مړینې سبب کیږي داشان چې په ۲۰۱۵ کال کښې د سختې ګرمۍ له امله په کراچۍ کښې کابو دوه زره کسانو سرونه بایللي وو.

په پاکستان کښې ګرمي له مۍ میاشتې پيلیږي او کابو پنځه میاشتې دوام لري.