سختې ګرمۍ او لوډشینډنګ د پاکستان خلک پوزې ته راوستي دي
په پاکستان کښې د تاودوخې په زیاتیدو سره د بریښنا کمی او لوډشیډنګ هم اوج ته رسیدلی دی.
سختې ګرمۍ او لوډشینډنګ د پاکستان خلک پوزې ته راوستي دي.
نن سبا د پاکستان په سویلي سیمو کښې تاودوخه له ۴۰ نه تر ۴۸ ډګري سینټي ګریډو چلیږي چې د ګرمۍ دې زیاتیدو پاکستانیان له یولړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.
په پاکستان کښې د تاودوخې په زیاتیدو سره د بریښنا کمی هم اوج ته رسیدلی دی او په ښاریزو سیمو کښې تر ۱۲ ساعتونو او په کلیوالو سیمو کښې تر ۱۸ ساعتونو بریښنا بندیږي.
په دغه هیواد کښې د بریښنا د کمي اندازه هم له ۵ زرو نه ۷ زرو میګاواټو ته زیاته شوې ده.
په پاکستان کښې سخته ګرمي او د بریښنا کمی هر کال د ګڼو پاکستانیانو د مړینې سبب کیږي داشان چې په ۲۰۱۵ کال کښې د سختې ګرمۍ له امله په کراچۍ کښې کابو دوه زره کسانو سرونه بایللي وو.
په پاکستان کښې ګرمي له مۍ میاشتې پيلیږي او کابو پنځه میاشتې دوام لري.