په بلوچستان کښې شوې ترهګرې حملې په کلکه وغندلې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47398-په_بلوچستان_کښې_شوې_ترهګرې_حملې_په_کلکه_وغندلې_شوې
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر د پاکستان په دغه صوبه کښې ترهګره حمله چې څو کسان پکښې وژل شوي دي وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2017 15:37 Asia/Kabul
  • په بلوچستان کښې شوې ترهګرې حملې په کلکه وغندلې شوې

د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر د پاکستان په دغه صوبه کښې ترهګره حمله چې څو کسان پکښې وژل شوي دي وغندله.

زمونږ خبریال خبر راکړی چې سرفراز بګټي نن د دغې ترهګرې حملې د قربانیانو له کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د پاکستان له پولیسو وغوښتل چې د دې خونړۍ حملې د عاملینو د پيژندلو او سزا ورکولو کوشش وکړي.

یاده دې وي چې دپاکستان د بلوچستان  صوبې په مستونګ سیمې کې  د دغه هیواد  دمشرانو جرګې دمرستیال مشر مولانا عبدالغفور حیدری  دګاډو په کاروان  د ځان مرګی حملې  په نتیجې  کې چې  پړه ئې  هم داعشی تکفیری ډلې په غاړه اخستې ، د وژل شویو  کسانو شمیر هم اوه ویشت تنو ته رسیدلی او دغه راز ویل کیږی چې  کابو څلویښت کسان پکې ټپیان شوی  هم دی   او ممکنه ده دمړو شمیر ئې نور هم زیات شي.

له بلې خوا وسله والو ترهګرو د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر نومې ساحلي ښار کښې په کار باندې بوختو پر کارګرانو ډز وکړې چې له امله یې دولس بیګناه کسان ووژل شول.

د پاکستان نورو ګڼو چارواکو هم دا پيښې په کلکه غندلې دي.