په کرمه کښې ترهګرو د پولټیکل محرر او د هغه ساتونکی ووژل
May 14, 2017 10:48 Asia/Kabul
په کرمه کښې نامعلومو وسله والو د پولټیکل ایجنټ محرر او د هغه ساتونکی په ډزو ووژل.
له پاراچناره خبر رارسیدلی چې د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کښې د افغانستان پولې ته څیرمه ټنګي کلي سره نزدې په ډنګډنګ سیمه کښې بیګا نامعلومو وسله والو د پولټیکل د منشي په ګاډي د پرمختللو وسلو ډزې وکړې چې له امله یې د سرفراز حسین په نامه د پولټیکل محرر او د هغه ساتونکی ممتاز علي ووژل شول.
خبر زیاتوي چې د سهار د دواړو وژل شویو کسانو مړي د علیزیو امام صادق نومي جامع جومات ته ورسول شول او له هلته نه د تدفین لپاره خپلو خپلو کلیو ته واستول شول.
د دې ترهګرې حملې پړه لشکر جهنګوي العالمي منلې ده.
ټیګونه