د پاکستان په پنجاب صوبه کښې څلور دهشتګرد ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47518-د_پاکستان_په_پنجاب_صوبه_کښې_څلور_دهشتګرد_ووژل_شول
د پاکستان د پنجاب صوبې له دهشتګردۍ سره د مبارزې پولیسو په دغه صوبه کښې د جماعت الاحرا ترهه ګرې ډلې د څلورو غړیو د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2017 07:55 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنجاب صوبه کښې څلور دهشتګرد ووژل شول

د پاکستان د پنجاب صوبې له دهشتګردۍ سره د مبارزې پولیسو په دغه صوبه کښې د جماعت الاحرا ترهه ګرې ډلې د څلورو غړیو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د جیئو چېنل د سائیټ د رپوټ له مخې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې یوې ډلې پولیسو د خانیوال ښار په جهانیان سیمه کښې د جماعت الاحرار ترهه ګرو د پټېدو په ځاے  حمله وکړه چې په نتیجه کښې یې څلور تنه ووژل شول.

له ترهه ګرۍ سره د مبارزې پولیسو لس کېلوګرامه چاودېدونکی مواد او زیات شمېر وسلې او مهمات  هم د ترهه ګرو د پټېدو له ځاے څخه کشف او ضبط کړل.

د ویلو ده چې جماعت الاحرار د پنجاب صوبې په شمول په پاکستان کښې له ترهه ګرو او خطرناکو ډلو څخه دے او پاکستان دغه صوبه د ترهه ګرو په مرکز بدله شوې ده.