پاکستان، افغانستان د جماعت الاحرار په ملاتړ تورن کړ
May 23, 2017 16:55 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند مدعي شو چې په داعش پورې پیئلې جماعت الاحرار ترهګره ډله د افغانستان له خاورې، د پاکستان خلاف عملیاتو کوي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې نفیس ذکریا ادعا وکړه: په داعش پورې اړوند د جماعت الاحرار ډلې ترهګر د افغانستان په خاوره کښې موجود دي او له هغه ځایه په پاکستان کښې د ترهګرو عملیاتو پلانونه کوي.
هغه زیاته کړه: د پاکستان د حکومت د بیابیا اعتراضونو سره سره افغانستان د جماعت الاحرار خلاف هیڅ اقدام نه کوي.
پاکستان او افغانستان تل یو بل د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دوام کښې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د دغه هیواد د پوځ په غلیمانه سیاستونو هم نیوکه وکړه او هغه یې له پاکستان سره د څرګندې دښمنۍ ښودنکي وبلل.
ټیګونه