د پاکستان سېنېټ د سعودی په خودساخته ائتلاف نیوکه وکړه
په سېنېټ کښې د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار له شتون سره په یوخت د دغې جرګې نمائندګانو د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف په وړاندې د حکومت په دریځونو سخته نیوکه وکړه.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د سېنېټ استازی فرحت ا... بابر وویل: د سعودی تر مشرۍ لاندې فوځی ائتلاف له ترهه ګرۍ سره د مقابلې ائتلاف نه دے بلکه د سیمې د ځینو هېوادونو په خلاف دے.
د پاکستان د سېنېټ مشر رضا ربانی هم وویل: دغه ائتلاف د پاکستان او ایران ترمېنځ له تعلقاتو سره په تضاد کښې دے.
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار چې ټاکلې شوې وه پرون د ځینو وضاحتونو د وړاندې کولو لپاره سېنېټ ته حاضر شی نن دغې جرګې ته ورغے او د نیوکه کوونکو په ځواب او له حکومت څخه په دفاع کښې یې وویل: د ریاض په وروستۍ غونډه کښې د سعودی د باچا څرګندونې سیاسی وې.
سرتاج عزیز وویل: د دغه ائتلاف د پاکستانی قوماندان په توګه د جنرل راحیل شریف له اختیاراتو او دندو سره اړوند جزئیات هم لا نه دې حتمی شوی.