پاکستان دې له سعودي تیري ګر ائتلافه ووځي
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د سعودي تیري ګر ائتلاف یو خطرناک ائتلاف وباله او د پاکستان حکومت ته یې وړاندیز وکړ چې زرترزره دې ترې ووځي.
دغې ورځپاڼې نن په خپله مقاله کښې په دې هکله په یو خبرداري سره چې سعودي تیري ګر ائتلاف د فرقه ایزو ګروهنو په لرلو سره یو ډیر خطرناک ائتلاف دی، د پاکستان له حکومت او د پوځ له قومندانۍ او همداشان د پاکستان د پوځ له متقاعد قومندان راحیل شریف څخه وغوښتل چې زرترزره له دغه ائتلافه ووځي ځکه چې دا ائتلاف د مینځني ختیځ سیمې د ثبات خرابونکی ګڼل کیږي.
دغې پاکستانۍ خپروندوې د خپل هیواد د حکومت د دوو وروستیو پریکړو یعنې د سعودي په تیري ګر ائتلاف کښې د پاکستان د شاملیدو او همداشان د پوځ ریټایرډ قومندان راحیل شریف ته د دغه ائتلاف د قومندانۍ به هکله د آل سعود چارواکو د وړاندې د منلو د اجازې د ورکړې د فیصلې په عجولانه او بیړه ناکو بللو سره په دې لړ کښې د پاکستان د حکومت د جدي بیاکتنې او غور غوښتنه وکړه.
دغې پاکستاني ورځپاڼې هداشان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د پاکستان د اړیکو په اهمیت باندې په ټینګار سره له ایران سره د هراړخیزو اړیکو پراختیا یو نه انکاریدونکی ضرورت وباله او ويې ویل چې پاکستاني چارواکي دې په خپلو سیمه ایزو سیاستونو کښې غور وکړي.