په پاکستان کښې د شیعه مسلمانانو د وژلې خلاف مظاهرې وشوې
Jun 07, 2017 09:58 Asia/Kabul
د پاکستان خلکو د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د وژلې په غندنه کښې د مظاهرو په کولو سره د هغوي د وژلې د بندولو لپاره د حکومت د کوشش غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بلوچستان صوبې شیعه او سني مسلمانانو پرون د دغې صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د مظاهرو په کولو سره د پاکستاني شیعیانو وژله وغندله.
محمد علي هزاره، حمیده نور، حمیده علي هزاره او ثنا دراني په خپلو ویناو کښې د بیګناه او روژتي مسلمانانو د وژلې په غندلو سره وویل چې حکومت د شیعیانو په ساتنه کښې ماتې خوړلې ده او تکفیري ترهګرو یوځل بیا د شیعه مسلمانانو خلاف ترهګر عملیات پیل کړي دي.
د ویلو ده چې تیره یکشنبه تکفیري ترهګرو په کویټه کښې یوه ښځه او سړی چې په موټرسایکل روان وو، په ډزو وژلي وو.
په کویټه کښې مخکښې هم شیعه مسلمانان په داسې طریقو وژل شوي دي.
ټیګونه