افغانستان دې په خپله خاوره کښې ترهګر ولټوي
د پاکستان پوځ د کابل د تیرې اونۍ د ترهګرې پیښې په لړ کښې د اسلام آباد خلاف د افغان چارواکو د تورونو په ردولو سره وویل: افغانستان دې په خپله خاوره کښې د دغې حملې عاملان ولټوي.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان پوځ د دغه هیواد د لوړرتبه افسرانو او قومندانانو له پرونۍ غونډې وروسته په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په افغانستان کښې د رامینځته کیدونکو ناګوارو پيښو په لړ کې د اسلام آباد خلاف د کابل لخوا د غیرضروري تورونو او ګواښونو مطرح کیدل د منلو نه دي.
د ویلو ده چې د افغانستان مختلفو امنیتي او حکومتي چارواکو د کابل په سفارتي سیمه کښې له ترهګرې چاودنې وروسته د تور ګوته د پاکستان او د دغه هیواد د اطلاعاتو او امنیت د ادارې په لور ونیوله او مدعي شول چې د دغې حملې په پلانولو او اجرا کښې د (آيي، ایس، آيي) لاس دی.
خو پاکستان د یادې حملې په غندلو سره، په دې لړ کښې د اسلام آباد خلاف د افغانستان تورونه عبث وبلل.