د قطر د امیر ځانګړي استازي د هغه پیغام پاکستان ته وړی
Jun 09, 2017 03:08 Asia/Kabul
د قطر د امیر ځانګړی استازی عبدالهادي منا د پاکستان لاهور ښار ته لاړ او د دغه هیواد امیر پيغام یې پاکستاني چارواکو ته ورسوه.
د قطر د امیر ځانګړی استازی پرون د یو ۵۵ کسیز پلاوي په مشرۍ د پاکستان لاهور ته لاړ او د پنجاب صوبې له اعلی وزیر شهباز شریف سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.
البته د پاکستان مشرانو ته د قطر د استازي د پيغام په هکله جزئیاتو ته اشاره نه ده شوې.
دا په داسې حال کښې دي چې عربستان او اماراتو د ځینو نورو عربو هیوادونو په ملتیا له قطر سره خپلې اړیکې او سفارتي تعلقات غوڅ کړي دي.
ټیګونه