نواز شریف دې استعفا ورکړي
د پاکستان تحریک انصاف مشر د مالي فساد په تور د دغه هیواد د وزیراعظم د استعفا غوښتنه وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان خبریالانو ته وویل چې د دغه هیواد وزیراعظم نواز شریف په مالي فساد کښې لاس لري او د سترې محکمې دوو قاضیانو هم دا خبره تائیده کړې ده.
عمران خان زیاته کړه چې نواز شریف د پاکستان پانګه په غیرقانوني بڼه بهرنیو هیوادونو ته منتقله کړې ده څو له مالیاتو معاف شي.
د پاکستان تحریک انصاف مشر مدعي شو چې نواز شریف به ډیر زر د وزیراعظمۍ له پوسټه عزل شي او جیل ته به ولیږل شي.
د وزیراعظم نواز شریف او د هغه د اولادونو د مالي فساد د دوسیې د څیړنې لپاره د پاکستان سترې محکمې کابو یوه میاشت مخکښې د تحقیق یوه کمیټه جوړه کړې چې ټاکل شوې خپل رپورټ به په راتلونکو تقریباً شلو ورځو کښې دغې محکمې ته وړاندې کړي.