پاکستان قطر ته پوځي ځواکونه نه لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49632-پاکستان_قطر_ته_پوځي_ځواکونه_نه_لیږي
د پاکستان د پارلیمان غړي وویل چې قطر ته د پاکستاني پوځي ځواکونو لیږل د اسلام آباد په ایجنډا کښې نشته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2017 14:52 Asia/Kabul
  • پاکستان قطر ته پوځي ځواکونه نه لیږي

د پاکستان د پارلیمان غړي وویل چې قطر ته د پاکستاني پوځي ځواکونو لیږل د اسلام آباد په ایجنډا کښې نشته.

په دې اړه په ځینو بهرنیو رسنیو کښې د یو خبر له خپریدو وروسته چې د پاکستان پارلیمان د ترکیې په پیروۍ، قطر ته د شلو زرو پوځي ځواکونو د لیږلو موضوع څیړلې او تصویب کړې ده، د دغه ارګان د دفاعي چارو د کمیشن یو غړي دا خبر دروغ وباله.

د پاکستان د پارلیمان یا قومي اسمبلۍ د دفاعي چارو د کمیشن یو لوړرتبه غړي شفقت محمود نن ایرنا ته په مرکه کښې وویل: قطر ته د پاکستان د پوځي ځواکونو لیږل د پارلیمان په ایجنډا کښې نشته او که داسې کومه خبره مطرح شي نو وړومبۍ به یې پاکستاني رسنۍ اعلان او خپروي.

د دې خبر له خپریدو سره هم مهاله د پاکستان مختلفو رسنیو د ریاض او دوحې ترمینځ د اختلافاتو په هواري کښې د مرستې په موخه قطر ته د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف د نزدې سفر خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې عربستان، اماراتو، بحرین، مصر او ځینو نورو هیوادونو د ریاض په پیروۍ سره له تیرې دوشنبې څخه له قطر سره خپلې اړیکې غوڅې کړې دي. دغو هیوادونو قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی خو قطر بیا دغه تورونه رد کړي دي.