د سیمې شخړې او نښتې یوازې د امریکې په ګټه دي
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په سیمه کښې شخړه، جنګ او نښته یوازې د امریکې په ګټه وبلل.
د ایرنا د خبر له مخې سراج الحق په یولړ څرګندونو کښې د عربستان د سیمې د ځینو هیوادونو ترمینځ کشالې ته په اشارې سره وویل: امریکا د اسلامي نړۍ د هیوادونو ترمینځ له رامینځته شوې شخړې خوشحاله ده او دغه شخړې سبب شوې دي چې دغه هیوادونه له امریکې څخه وسلو پيرلو ته مخه کړي څو د واشنګټن د اقصادي اهدافو د خدمت په ترڅ کښې د امریکې د سیاسي او مداخله غواړو اهدافو له پوره کیدو سره مرسته وکړي.
سراج الحق زیاته کړه: امریکا یوځل بیا د یو بل جنګ په لور د فارس خلیج د سیمې د هیوادونو د ټیل وهلو په حال کښې ده څو د خپلو وسلو د خرڅون او د هیوادونو د زیرمو او سرچینو د نیولو بهیر جاري وساتي.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر همداشان په دې خبرې سره چې ګوندې د سیمې عربانو په عراق کښې له جنګه عبرت نه دی اخیستی، د ریاض او دوحې ترمینځ کشالې ته په اشارې سره وویل: امریکې پس له دې چې عراق یې د ایران او کویت خلاف جنګ ته ولمسوه، خپله یې پر دغه هیواد برید وکړ او زیرمې او سرچینې یې ورله لوټ کړې.