د پاکستان په پنجاب کښې سخت طوفان او سیلاب راغلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49688-د_پاکستان_په_پنجاب_کښې_سخت_طوفان_او_سیلاب_راغلی_دی
د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د طوفان او سیلاب له امله لږترلږه نهه تنه مړه شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2017 09:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنجاب کښې سخت طوفان او سیلاب راغلی دی

د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د طوفان او سیلاب له امله لږترلږه نهه تنه مړه شول.

د پاکستان د پنجاب صوبې په مختلفو ښارونو کښې د سخت طوفان او باران له امله ۹ کسان وژل شوي او له سلو زیات زخمي شول.

د سختې سیلۍ او باران په وجه د ډیرو کورونو چتونه وغورځیدل او ونې او د بریښنا ستنې ماتې شوې چې له امله یې بریښنا هم بنده شوه.

په پنجاب کښې راغلي دغه طوفان خلکو ته ډیر د سر او مال تاوان رسولی دی چې ترټولو زیات یې د دغې صوبې بهاولنَګر ښار زیانمن کړی دی.

د اسلام آباد حکومت طوفان ځپلو سیمو ته مرسته رسونه پیل کړې ده.