د وسله والو په لاس د پاکستان د دریو پولیسو وژله
Jun 11, 2017 14:11 Asia/Kabul
د پاکستان درې تنه پولیس ځواکونه د ناپېژندل شویو وسله والو په ډزو سره ووژل شول.
زمونږ د خبریال د رپوټ مخې نن سهار د پاکستان د بلوچستان صوبې د کوئټې ښار په سریاب سیمه کښې ناپېژندل شویو وسله والو کسانو د پولیسو په ګشت باندې ډزې وکړې چې له امله یې درې پولیسو مړۀ شول
د رپوټ له مخې داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې د دغې حملې ذمه واري په غاړه واخېسته.
له بلې خوا د پاکستان د بلوچستان صوبې وزيراعلی ثنا الله زهری د داعش ترهه ګرې ډلې دغه حمله په سختۍ سره وغندله.
ټیګونه