په پاکستان کښې د یو خبریال د قتل په خلاف مظاهرې وشوې
د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په هری پور ښار کښې رسانه ای فعالانو نن د یو لړ مظاهرو په جوړولو سره په دغه ښار کښې د خبریال قتل وغندۀ.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په هری پور ښار کښې پرون په موټر سائیکل سورو ناپېژندل شویو وسله والو کسانو د خېبر پښتونخوا صوبې په یو مشهور خبریال بخشش علائی باندې ډزې وکړې، چې له کبله یې دغه خبریال زخمی شو خو د زخمونو د سختوالی له کبله یې په روغتون کښې سا ورکړه.
له دغې پېښې وروسته په هری پور کښې د رسنیو کاروکونکو د پاکستان د حکومت د امنیتی سیاستونو په خلاف مظاهرې وکړې . مظاهرچیان په دغو مظاهرو کښې د دغې حملې د عاملینو د پېژندلو او نیولو غوښتنه وکړه.
تر اوسه چا کس یا ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې.
د ویلو ده چې له 1992 کال نه تر اوسه پورې په پاکستان کښې تقریباً 35 خبریالان قتل شوی دی او همدا موضوع د دې سبب شوې ده چې زیاترو خبریالانو خپل شغل پرېښودے دے.