په پاکستان کښې د تیلو او ګیس نوي ذخایر موندل شوي دي
د پاکستان د تیلو او طبیعي سرچینو وزیر د دغه هیواد د سند صوبې په ځینو سیمو کښې د تیل او ګیس د نویو زیرمو د کشفیدو خبر ورکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې شاهد خاقان عباسي پرون په یوه خبري غونډه کښې وویل: په سند صوبه کښې دا نوي ذخایر به د پاکستان د تیلو تولیدات په ورځ کښې ۶۰۰ بیرله او د ګیس تولید به ۷۰ میلیون مکعب فُټه زیات کړي.
د پاکستان د تیلو او طبیعي سرچینو وزیر د دغو ذخایرو اندازه ته اشاره ونه کړه خو ویې ویل: په تیرو څلورو کالو کښې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د تیلو او ګیس د موندنې ۹۸ کوششونه شوي دي او تراوسه د پاکستان د ګیس په تولیداتو کښې ۹۴۴ میلیون مکعب فټه زیاتوالی راغلی دی.
شاهد خاقان عباسي په عین حال کښې وویل چې په پاکستان کښې د ګیس د تولید د اندازې له زیاتیدو سره سره د تولید فاینل اندازه ډیره نه ده زیاته شوې ځکه چې د نوي زیرمو له کشفیدو سره په یو وخت د دغه هیواد د تیلو له پخوانیو میدانونو څخه اخیستون او تولید له کمي سره مخ شوی دی.
پاکستان د سیمې یو داسې هیواد دی چې د انرجۍ له کمي سره مخامخ دی.