په کراچۍ کښې د چین او پاکستان سمندري مشقونه پیل شول
Jun 13, 2017 03:09 Asia/Kabul
د چین درې جنګي بیړۍ له پاکستان سره د ګډو پوځي مشقونو لپاره د کراچۍ بندر ته رسیدلي دي.
د تسنیم خبري آ ژانس د خبر له مخې د پاکستان د سویلي سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار بندر ته د چین د جنګي بیړیو له رسیدو وروسته په دغه ښار کښې له مخکښې نه د موجودو یوه ډله چیني ځواکونو په شتون سره د دواړو هیوادونو ګډه پوځي مانوره پیل شوه.
د پاکستان د سمندري ځواک قومندان وویل: د اسلام آباد او بیجنګ دوستانه اړیکې یوه مهمه چاره ده او په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو په ملګرتیا سره دا دوستي لازیاته شوې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې څه موده مخکښې واشنګټن ادعا کړې وه چې چین په پاکستان کښې د پوځي اډې د جوړولو نیت لري.
ټیګونه