د پاکستان د پوځ قومندان د امریکايي ډرونز په تیریو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50004-د_پاکستان_د_پوځ_قومندان_د_امریکايي_ډرونز_په_تیریو_نیوکه_وکړه
د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د خپل هیواد پر خاوره د امریکې د بې پایلټه الوتکو په تیري نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 03:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ قومندان د امریکايي ډرونز په تیریو نیوکه وکړه

د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان د خپل هیواد پر خاوره د امریکې د بې پایلټه الوتکو په تیري نیوکه وکړه.

قمر جاوید باجوا پرون د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور ښار کښې وویل: د پاکستان پر خاوره د امریکايي ډرونز بریدونه د دواړو هیوادونو د ملګرتیا او اطلاعاتي مبادلاتو له اصل سره ټکر لري.

د پاکستان په خاورې د امریکايي بې پایلټه الوتکو تیري له کلونو راهیسې د پاکستاني چارواکو له نیوکې سره مخامخیږي خو امریکې دغو اعتراضونو ته په بې پامۍ سره خپلې تیري ګرۍ ته همهغه شان دوام ورکوي او په دغو بریدونو کښې زیاتره د پاکستان ملکي وګړي وژل کیږي.

د امریکې بې پایلټه الوتکو وړمه ورځ هم د خیبرپښتونخوا صوبې ځینې سیمې په نښه کړې چې پکښې لږترلږه دوه کسان ووژل شول.