چین د پاکستان او افغانستان ترمینځ مینځګړېتوب کوي
Jun 16, 2017 15:42 Asia/Kabul
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار په نزدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو دښه کولو لپاره ددغه دوو هیوادونو تر مینځ د چین د مینځګړې توب خبر ورکړ.
د ایرنا خبري اژانس دراپور له خې سرتاج عزیز نن وویل : ټاکل شوې د چین خارجه وزیر "وانگ یی" Wang Yi روانه میاشته د پاکستان او افغانستان تر مینځ د مینځګړیتوب په غرض اسلام اباد او کابل ته سفرونه وکړي.
په دا وروستیو کې د اقغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوې بیاینې کې اعلان وکړ : چین د پاکستان اوافغانستان تر منیځ د منیځګړیتوب او ددواړو هیوادونو د مقاماتو تر مینځ د کتنو لپاره د لازمو مقدماتو د برابرولو لپاره تیار دی.
پاکستان او افغانستان یو بل د ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوي.
ټیګونه