چین د پاکستان او افغانستان ترمینځ مینځګړېتوب کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50124-چین_د_پاکستان_او_افغانستان_ترمینځ_مینځګړېتوب_کوي
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار  په نزدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو دښه کولو لپاره ددغه دوو هیوادونو تر مینځ د چین د مینځګړې توب خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2017 15:42 Asia/Kabul
  • چین د پاکستان او افغانستان ترمینځ مینځګړېتوب کوي

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار  په نزدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو دښه کولو لپاره ددغه دوو هیوادونو تر مینځ د چین د مینځګړې توب خبر ورکړ.

 

د ایرنا خبري اژانس دراپور له خې سرتاج عزیز نن وویل : ټاکل شوې د چین خارجه وزیر "وانگ یی" Wang Yi  روانه میاشته د پاکستان او افغانستان تر مینځ د مینځګړیتوب په غرض اسلام اباد او کابل ته سفرونه وکړي.

په دا وروستیو کې د اقغانستان د ولسمشرۍ دفتر  په یوې بیاینې کې اعلان وکړ : چین د پاکستان اوافغانستان تر منیځ د منیځګړیتوب او ددواړو هیوادونو د مقاماتو تر مینځ د کتنو لپاره د لازمو مقدماتو د برابرولو لپاره تیار دی.

 پاکستان او افغانستان یو بل د ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوي.