پاکستان په افغانستان کې د داعش په پراختیا اندیښمن دی
Jun 16, 2017 15:50 Asia/Kabul
د پاکستان خارجه وزارت په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې ډلې په شتون اندیښنه څرګنده کړه .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویندویي نن په افغانستان کې د داعش په شتون او عملیاتو د اندیښڼې په څرګندولو سره وویل داعش د پاکستان او ټولې سیمې لپاره یو جدي خطر دی.
نفیس ذکریا زیاته کړه پاکستان او د سیمې نور هیوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ستنولو لپاره هڅې کوي.
په افغانستان کې له داعشه د پاکستان د خارجه وزارت د اندیښنې څرګندول په داسې حال کې دي چې د کابل دولت اسلام اباد د ترهه ګرو ډلو په ملاتړ تورنوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.
داعش ډلې په دا وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمیر ترهه ګرو حملو پړه په غاړه واخسته چې په سلګونو کسان پکې مړه او ژوبل شوې وو.
ټیګونه