په پاکستان کښې د 220 شیعه ؤ د وژلې عامل ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50186-په_پاکستان_کښې_د_220_شیعه_ؤ_د_وژلې_عامل_ونیول_شو
د پاکستان امنیتی ځواکونو د لشکر جهنګوی ترهه ګرې ډلې یو سرغنه ونیوۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2017 09:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د 220 شیعه ؤ د وژلې عامل ونیول شو

د پاکستان امنیتی ځواکونو د لشکر جهنګوی ترهه ګرې ډلې یو سرغنه ونیوۀ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان امنیتی ځواکونو د لشکر جهنګوی وهابی- تکفیری ډلې دغه سرغنه پرون د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه کښې ونیوۀ.

د اسلام آباد حکومت د دغه ترهه ګر د نیولو لپاره لس لکه روپۍ انعام مقرر کړے ؤ.

د لشکرجهنګوی ترهه ګرې ډلې دغه سرغنه په کوئټه ښار کښې د 2013   کال په جنورۍ او فرورۍ کښې په دوو پراخو عملیاتو کښې له دوو سوو نه زیات شیعه شهیدان کړی او درې سوه نور یې ژوبل کړی وو.

سپاه صحابه، لشکر جهنګوی او جماعت الاحرا د کوئټې، لاهور او کراچۍ په شمول د پاکستان په زیاترو ښارونو کښې د شیعه مسلمانانو د قتل عام په شمول د ناامنیو په رامنځته کولو کښې مهم رول لری.