په ټل سیمه کښې یو ځای سیاسی مشر ووژل شو
Jun 17, 2017 11:23 Asia/Kabul
آفتاب شېرپاو په مشرۍ د پاکستان له قومی وطن پارټی سره تعلق لرونکی د کرمې اېجنسۍ یو ځای سیاسی مشر ملک نصیر خان په ټل بازار کښې د ناپېژندل شوی وسله وال په ډزو سره ووژل شو.
له کرمې اېجنسۍ نه زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د دغې حملې عامل د پېښې له ځایه په تېښته کښې کامیاب شو، که څه د ملک نصیر خان محافظ پرې ډزې وکړې خو په هغوډزو یو ماشوم ژوبل شو.
‛یاده دې وی چې څوکاله مخکې هم د ځائی ترهه ګرو لخوا ملک نصیرخان تښتولې شوے و چې وروسته د تاوان په بدله کښې راخلاص شوې و او هغه مهال د اغوا په وخت وسله والو د دوی یو وراره او د پولټیکل محرر ورور شازیب هم د وسله والو لخوا وژلی شوې و.
د ملک نصیر د قتل د پیښې مسئولیت چا تراوسه په غاړه نه دے اخېستې.
ټیګونه