پاکستاني پولیسو د یو افغان ترهګر د وژلو ادعا کړې ده
Jun 17, 2017 14:06 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو ویلي چې په پيښور کښې وژل شوی کس افغان ښاریز او د داعش ترهګرې ډلې یو قومندان و.
د پاکستان پولیسو وویل: کوم کس چې په دې وروستیو کښې په پیښور کښې د پولیسو په ګاډي باندې د حملې په ځواب کښې وژل شوی، په داعش ترهګرې ډلې پورې پیئلی یو افغان ښاریز و.
د ایرنا د رپورټ له مخې د پاکستان پولیس سرچینو نن همداشان زیاته کړه چې په پيښور کښې د دغه افغان کس وژل کیدل د پاکستان په شمال لویدیځ کښې داعش ترهګرې ډلې ته یو سخت ګوذار دی ځکه چې دغه کس په پاکستان کښې د داعش یو خطرناک مشر و.
د افغانستان رسمي سرچینو دې خبر ته لا هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه