د پاکستان د کراچۍ جیل څو مسئولین ونیوی شول
Jun 17, 2017 15:41 Asia/Kabul
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې له جیل څخه د ترهګرې ډلې د دوو مشرانو له تښتیدو وروسته د دغه جیل دولس تنه مسئولان ونیوی شول.
د پاکستان د پولیسو یو لوړرتبه قومندان خواجه نوید نن وویل: له نیول شویو چارواکو پلټنې او تحقیقات روان دي څو معلومه شي چې د لشکر جهنګوي ترهګرې ډلې دوه مشران د کراچۍ له مرکزي جیله څنګه وتښتیدل.
د ویلو ده چې د شیخ محمد ممتاز او محمد احمد خان په نومونو په داعش پورې د اړوندې لشکر جهنګوي ترهګرې ډلې دوه مهم غړي تیره چارشنبه د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ له مرکزي جیله وتښتیدل.
دغه تکفیري ترهګر په ۲۰۱۳ کال کښې د پاکستان د خلکو په تیره بیا شیعه مسلمانانو خلاف د ترهګرو عملیاتو، بم ایښودنو او وژلو په جرم نیول شوي وو.
ټیګونه