د پاکستان وزیراعظم نن سره له خپلې کورنۍ عربستان ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50284-د_پاکستان_وزیراعظم_نن_سره_له_خپلې_کورنۍ_عربستان_ته_لاړ
دا په تیره یوه اونۍ کښې عربستان ته د پاکستان د وزیراعظم محمد نواز شریف دویم سفر دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2017 15:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم نن سره له خپلې کورنۍ عربستان ته لاړ

دا په تیره یوه اونۍ کښې عربستان ته د پاکستان د وزیراعظم محمد نواز شریف دویم سفر دی.

نواز شریف تیره اونۍ د یو لورتبه سیاسي او پوځي پلاوي په مشرۍ د فارس خلیج سیمې د هیوادونو په اړیکو کښې د وروستیو بدلونونو په هکله له سعودي چارواکو سره د خبرواترو لپاره عربستان ته تللی و.

د پاکستان د وزیراعظمۍ سفر عربستان ته د نواز شریف د دې روان سفر هدف د روژې د میاشتې په وروستیو ورځو کښې یو زیارتي سفر اعلان کړی دی. خو پاکستاني چارواکي په داشان زیارتي سفرونو کښې هم د عربستان له باچا او نورو لوړرتبه چارواکو سره ځینې کتنې لري.