نواز شریف استعفا نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50288-نواز_شریف_استعفا_نه_ورکوي
د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد د حکومت د مخالفو ګوندونو د دباو له امله استعفا نه ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2017 15:09 Asia/Kabul
  • نواز شریف استعفا نه ورکوي

د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد د حکومت د مخالفو ګوندونو د دباو له امله استعفا نه ورکوي.

د پاکستان د پارلیمان مشر سردار ایاز صادق په لاهور کښې په یوه وینا کښې وویل: محمد نواز شریف د خلکو په رایو سره د وزیراعظمۍ لپاره غوره شوی دی او د هیچا په خوښه او غوښتنه به له خپلې څوکۍ استعفا ور نه کړي.

دا په داسې حال کښې ده چې د پاکستان تحریک انصاف د مشر په شمول مخالفو ګوندونو یوځل بیا د پاکستان د وزیراعظم په استعفا ورکولو ټینګار کړی دی.

عمران خان پرون په اسلام آباد کښې ویلي وو چې نواز شریف په مالي فساد کښې لاس لري او د هغه خلاف به د سترې محکمې راې ډیره زر صادره شي.