پاکستان د اتلانو اتل شو
د پاکستان دکرکټ ملي ټیم د دوه زره اوم کال د اتلانو د اتلولۍ جام یا چمپئنز ټرافي وګټله .
د پاکستان دکرکټ ملي ټیم د دوه زره اوم کال د اتلانو د اتلولۍ جام یا چمپئنز ټرافي وګټله .
د رارسیدلو راپورنو له مخې د پاکستان ټیم پرون د انګلستان په اول لوبغالي کې د هند ټیم ته په فاینل کې په یو سل اتیا منډو عبرتناکه ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې هند د پچې له ګټلو وروسته پاکستان ته بیټنګ بلنه ورکړه او پاکستان د ځوان لوبغاړي فخر زمان تر سلو په زیاتو رنزونو سره ۳۳۸ منډې جوړې کړې اظهرعلي او محمد حفیظ هم تر پنځوسو زیاتې منډې وکړې .
په ځواب کې د هند د ټیم لومړي درې لوبغاړې په لومړیو اورونو کې وسوزیدل او دغه ټیم تر فشار لاندې راغی او یوازې په دیرشو اورونو کې په یو سل اته پنځوس منډو سره ټول ټیم وسوزیده . د پاکستان فخر زمان د لوبې او نوی بالر حسن علي د لړۍ غوره لوبغاړي وټاکل شول. د پاکستان له خوا حسن علي او عامر خان درې درې او شاداب دوه او جنید خان یوه ویکټه واخسته.
د پاکستان خلکو بیګا په درست هیواد کې په دې خوشالۍ جشن ولمانځه. په کراچۍ کې په جشنونو کې په هوایي ډزو کې اوه کسان ژوبل شوې هم دي.
په دې بري سره پاکستان د کرکټ په نړیوال رینکنګ یا درجه بندۍ کې له اتمې درجې شپږمې ته ترقي وکړه.