د قطر د پټرولیم وزیر اسلام آباد ته سفر کړی
د پاکستان رسنیو اسلام آباد ته د قطر د تیلو د وزیر د سفر او د پاکستان له ځینو لوړرتبه چارواکو سره د هغه د ملاقاتونو خبر ورکړ.
ایرنا خبري آژانس د پاکستان د ایکسپریس ورځپاڼې په حواله لیکلي چې د قطر د تیلو وزیر محمد بن صالح الساده پرون اسلام آباد ته لاړ.
دغه خبري سایټ زیاتوي چې د قطر د پټرولیم وزیر اته ساعته په اسلام آباد کښې له پاتې کیدو او له پاکستاني چارواکو سره له خبرواترو وروسته دوحې ته ستون شو.
د ویلو ده چې پاکستان تیر کال له قطر سره د ۱۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت د مایع ګیس د وارداتو تړون لاسلیک کړ او له هغه تړون وروسته پاکستان ته د قطر د ګیس صادرات پیل شول.
پاکستان حتی ویلي چې له قطر څخه د ګیس د وارداتو د زیاتولو نیت لري او د روحې-ریاض په اړیکو کښې وروستي بدلونونه به له قطر څخه د پاکستان د ګیس په وارداتو هیڅ اغیزه ونه کړي.