ترهګرو په ګوادر کښې د پاکستان نیوي دوه ځواکونه وژلي دي
Jun 20, 2017 02:09 Asia/Kabul
د پاکستان د سمندري پوځ یوشمیر ځواکونه د دغه هیواد په بلوچستان صوبه کښې د وسله والو په برید کښې مړه او ژوبل شول.
د ډان خبري سایټ د خبر له مخې څلورو وسله والو پرون د پاکستان د بلوجستان صوبې د ګوادر په جیواني سیمه کښې د دغه هیواد د سمندري پوځ (نیوي) پر ځواکونو حمله وکړه چې پکښې دوه تنه وژل شوي او د دریو پوځیانو په شمول پنځه کسان زخمي شوي دي.
زخمیان د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار یو روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د بریدګرو د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
تراوسه هیڅ کومې ډلې د دې حملې پړه نه ده منلې.
ټیګونه