دپاره چنارد شهیدانودکورنیو اوځوانانو دغوښتنوترمنل کیدوپورې به له دوی سره یوځای وو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50870-دپاره_چنارد_شهیدانودکورنیو_اوځوانانو_دغوښتنوترمنل_کیدوپورې_به_له_دوی_سره_یوځای_وو
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دکورمې ایجسنۍ په پاره چنار کې د قدس د ورځې دشهیدانو له کورنیو سره یو ځای د زرګونو ځوانانو پرلتۍ وهنې نن په پنځه ورځ هم دوام لری او دباؤنه ئې تر دې رسیدلی چې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا بلاخره هم دپاره چنار دشهیدانو له کورنیو او ځوانانو سره دخبرواترو لپاره دپاره چنار په لور وخوځید.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 27, 2017 09:40 Asia/Kabul
  • دپاره چنارد شهیدانودکورنیو اوځوانانو دغوښتنوترمنل کیدوپورې به له دوی سره یوځای وو

زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دکورمې ایجسنۍ په پاره چنار کې د قدس د ورځې دشهیدانو له کورنیو سره یو ځای د زرګونو ځوانانو پرلتۍ وهنې نن په پنځه ورځ هم دوام لری او دباؤنه ئې تر دې رسیدلی چې د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا بلاخره هم دپاره چنار دشهیدانو له کورنیو او ځوانانو سره دخبرواترو لپاره دپاره چنار په لور وخوځید.

راپورښئ دپاکستان د  مجلس وحدت مسلیمن  غورځنګ عمومی منشی  علامه راجه ناصر عباس جعفری   هم  دشهیدانو له کورنیو سره دخواخوږۍ  او  همدردۍ لپاره پاره چنار ته رسیدلی او  له هغو او ځوانانو سره په پرلتۍ وهنې کې ئې پخپلې وینا کې ګواښ کړی ،  که  دپاره چنار دشهیدانو د احتجاج کونکو کورنیو او ځوانانو  غوښتنې ونه منل شی تر هغه وخته به  له دوی سره په دغې پرلتۍ وهنې  اعتراض ته   دوام ورکړی  او باید دپاکستان حکومت اوپوځ دې  د دغو مظلومو خلکو  حقه غوښتنو ته غوږ کیږدی له دې مخکې  چې حالات له کنټروله ووځی او  دغه پرلتۍ وهنې  درست پاکستان ته وغزیږی  او بیا به ئې کنټرولول  د حکومتی ادارو په  وس کې نه  وی او درسته  ذمه واری به ئې دمرکزی حکومت او پوځ  پر چارواکو وی .

 راپورونه ښئ  پرون داختر په ورځ   په درست پاکستان کې   په زیاترو ښارونو کې  مسلمانانو  د اختر جشنونه د  تورې ورځې په توګه لمانځلی او دپاره چنار اوکویټه  له مظلومو  خلکو سره د غږملتیا په  خاطر ئې  ستر لاریونونه هم  ترسره کړی او په بیلابیلو ځایونو کې ئې عمومی پرلت وهنې  هم کړی دی . وروستی راپورونه ښئ چې د پاکستان دپوځ  عمومی قوماندان  جنرال باجوا پاره چنار ته له خوځیدو  مخکې وئیلی دی ، نن ورځ به  په پاره چنار کې دشهیدانو له کورنیو  سره  وی اودهغوی غوښتنې به واوری ،خو دپاره چنار د شهیدانو کورنیو او په لسګونو زره  اعتراض کونکو ځوانانو  اعلان کړی تر څو دهغوی غوښتنې منل شوی نه وی  دوی به   خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړی . داهم ویئل شوی چې د دایف سی فورس  آئی جی   دشهیدانو له کورنیو  او اعتراض کونکو ځوانانو سره د لیدو  هیله درلوده چې  دشهیدانو  کورنیو او اعتراض کونکو  ځوانانو  له هغه سره له خبرواترو انکار کړی او جوته ئې کړې  چې دپاکستان  له لومړی وزیر ، دپوځ له عمومی قوماندان او  دکورنیو چارو له وزیر پرته به بل  هیچا سره خبرې ونه کړی

وروستی راپورنه ښئ چې  دقدس د ورځې  یوشمیر ټپیانو هم سا ورکړې او دغه راز د شهیدانو شمیر  کابو پنځه اویاؤ ته رسیدلی او ټپیان هم  کابو دوه سوه تنه ښودل شوی دی .