دپاکستان حکمرانان ولې دپاره چنار په غمیزې تر دې دمه خاموش دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50904-دپاکستان_حکمرانان_ولې_دپاره_چنار_په_غمیزې_تر_دې_دمه_خاموش_دی
چې په پاره چنار کې د شهیدانو دکورنیو او د زرګونو ځوانانو پرلتۍ وهنې هماغه راز دوام لری او له دغو غم ځپلو سره دخواخوږۍ لپاره زیاتره دینی عالمان اوخیر غواړی پاره چنار ته له هغوی سره دغږملتیا لپاره ورغلی دی او په پرلتۍ وهنې کې شریک شوی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 28, 2017 03:28 Asia/Kabul
  • دپاکستان حکمرانان  ولې دپاره چنار په غمیزې تر دې دمه خاموش دی ؟

چې په پاره چنار کې د شهیدانو دکورنیو او د زرګونو ځوانانو پرلتۍ وهنې هماغه راز دوام لری او له دغو غم ځپلو سره دخواخوږۍ لپاره زیاتره دینی عالمان اوخیر غواړی پاره چنار ته له هغوی سره دغږملتیا لپاره ورغلی دی او په پرلتۍ وهنې کې شریک شوی دی

زمونږخبریال داسلام ټایمز  خپروڼې له قوله راپورراکړ په داسې حال کې چې  دنیکمرغه کوچنی اختر راهسې  په درست پاکستان کې د پاره چنار د بوږنونکو  چاودنو دغندنې او په دغه ښار کې له پرلتۍ وهونکو  دشهیدانو له کورنیو او  زرګونو ځوانانو سره دهمدردرۍ اوخواخوږۍ  لاریونونه کیږی ، خو یوازې دپاکستان  دمرکزی حکومت  واکوالان او دپوځ داطلاعاتی اوامنیتی اورګانونو  لوړپوړی چارواکی دی چې تر دې دمه ئې  ددغې بوږنونکی پیښې په باب خوله بنده کړې لکه چې پاره چنار دپاکستان کومه برخه  نه وی .

 دپاکستان   داسلام اباد،کراچۍ ، لاهور ،پنډۍ ،فیصل آباد ،کویټه ، حیدر اباد ،سکهر  ،ټهټه ، ډیره اسماعیل خان ،کوهاټ هنګو پیښور پشمول په لسګونو سترو اوواړو ښارونو کې د پاره چنار دشهیدانو له کورنیو سره دخواخوږۍ دڅرګندولو په خاطر په لسګونوزره مسلمانانو لاریونونه وکړل   او پخپلو مظاهرو کې ئې  دپاکستان پر حکومت غږ کړی چې  دپاره چنار دشهیدانو د کورنیو په درد ورسیږی  او  له چاودنو وروسته پر اعتراض کونکو  کسانو د پوځی ځواک اوملیشیه ؤ دناتار ډزو  په باب  دې سملاسی څیړنې وکړی او دملیشه ای ځواک ډګروال  ملک عمر دې سملاسی له کاره ګوښه شی او دهغه کورټ مارشل دې وشی .

دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دمرکزی شورا  غړی او دپاکستان د امت واحده غورځنګ مشر علامه امین شهیدی دلسګونو زره مظاهره چیانو په ټول کې  پخپلې وینا کې د واکوالانو پر چپتیا سخټ تکونه وکړل او روښآنه ئې کړه کله حکمرانان  دبهاولپور  پیښې ته تللی شی او له  غمځپلو کورنیو سره خواخوږی  اعلانوی ،نو دغه واکوالان دپاره چنار دشهیدانو  له کورنیو سره چې  دپاکستان دپولو دساتلو او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې  مخینه لری، ولې غمرازی نه ښکاره کوی آیا پاره چنار د پاکستان برخه نه ده ؟. هغه وویل دواکوالانو دغه مرموزی  چپتیا ډیرې پوښتنې راولاړې کوی   اوباید  نوره خپله چپتیا  ختمه کړی او دپاره چنار  د مظلومو اوسیدونکو  او دقربانیانو له کورنیو سره دې سملاسی وګوری .  هغه په عین حال کې ووئیل  دشیغه اوسنی مسلمانانو پخپلو کې سره جنګونکی داسلام دښمنان دی او ترهه ګر اوتفکیریان له اسلام سره هیڅ اړه نه لری  او باید درست ملت دتکفیری ترهه ګرو په ضد سره یو موټی شی او  دهغوی داربابانو ا وسهولتکارو په ضد  دې هم راپورته شی  او دهغوی ځالې  دې ختمې کړی . دپاره چنار  اوسیدونکې  چې   په روان کال کې  ئې دا څلورم  ځل دی دترهه ګرو پیښو کتونکی دی  او په سلګونو بچیان ،ښځې او ځونان ئې قربانی شوی دی ، خو بیا هم  له خپل هیواد پاکستان سره مینه لری اوچغه ئې هم همداده چې مونږ پاکستان غواړو  او دپاکستان  له دښمنانوسره به  تر وروستۍ سلګۍ پورې مبارزه کوو.

دآپه  داسې حال کې دی چې  په پاره چنار کې د شهیدانو دکورنیو  او د زرګونو ځوانانو  پرلتۍ وهنې  هماغه راز دوام لری او له دغو غم ځپلو سره دخواخوږۍ لپاره زیاتره  دینی عالمان اوخیر غواړی  پاره چنار ته  له هغوی سره دغږملتیا لپاره  ورغلی دی او  په پرلتۍ وهنې  کې  شریک شوی دی .

وروستی راپورونه ښئ  چې د  پاکستان دپوځ عمومی قوماندان هم بلاخره مجبوره شوی څو  د پرلتۍ وهونکو  مظلومانو چغې واوری او پاره چنار ته لاړ شی  خو ویل کیږی چې دهوا دخرابیدو له امله  چې  پرون پاره چنار ته خوځیدلی ؤ  چورلکه ئې دهوا  دخرابیدو له امله  بیرته ستنه شوې او  ممکنه ده جنرال قمر جاودید باجوا  نن د شهیدانو له کورنیو سره دلیدوکاتو او دخبرواترو لپاره پاره چنار ته  لاړ شی . ویل کیږی دقدس دورځې د بوږنوکی پیښې دشهیدانو شمیر  کابو اتیاؤ کسانو ته رسیدلی او ټپیان هم څه دپاسه دوه نیم سوه تنه ښودل کیږی .