د پاراچنار د ترهه ګرو پیښو پټ اهداف
د پاکستان د کورم ایجنسی د قبایلې سیمی مرکز«پاراچنار» ترهه ګر ناورین، د ټولې نړۍ د شیعیانو، او د پاکستان د ټولو ښارونو د خلګو له اعتراض سره مخامخ شوئ، خو د دغه هیواد د دولتی واکمنانو له خوا ورته بی پروایی کیږی.
د پاکستان لمړئ وزیر«نواز شریف» د یوې ټرافیکی پیښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ د ښودلو لپاره، چی د تیلو د چپه شوی ټانکر د چاودنې له کبله رامنځته شوه، او ډیر کسان چی د بنزین د ټولولو لپاره هلته ورغلی ؤو پکی ووژل شول؛ د پنجاب صوبې د بهاولپور ښار ته لاړ، او له هغوی سره یی دوه میلیون کالداره مرستې وکړې، خو په پاراچنار کی چی یوه ترهه ګره پیښه وه، او په ترځ کی یی څه دپاسه ۱۰۰ تنه وژل شوی، او نږدی ۴۰۰ کسان ټپیان شول؛ د نواز شریف له نظره هیڅ اهمیت نه لری. د پاراچنار ښار ځوانان، چی د شپږو ورځو راهیسی یی پرلتۍ وهلی ده، او یواځنۍ غوښتنه یی دا ده؛ چی د پوځ قوماندان او داخله وزیر د دغې سیمې پرلتۍ وهونکو ته ورشی، او د هغوی خبرو او غوښتنو ته غوږ ونیسی؛ چی د هغوی مهمی غوښتنی هم یواځی په امنیتی چارو پوری مربوطی دی؛ چی یا د پاراچنار د امنیت پوره کول پخپله خلګو ته پریښودل شی، یا په طوری قبیلې پوری مربوط د کورم ملیشه ځواکونه، چی کلونه وړاندی نورو قبایلی سیمو ته استول شوی دی؛ پاراچنار ته بیرته وګرځول شی، مګر د شپږو ورځو د تیریدو سره سره، د مسؤلینو څخه هیڅ یو د پاراچنار د ځوانانو د خبرو اوریدو ته حاضر نه شو.
د پاکستان دولت او پوځ ، د پاراچنار خلګو ته د امنیت د چارو له سپارلو؛ او د کورم ملیشه طوری ځواکونو له بیرته ګرځولو سره په کلکه مخالف دی. پخوا له دې؛ چی د پاراچنار ښار امنیت د خلګو د دفاعی کمیټو، یا د کورم ملیشه طوری ځواکونو په غاړه ؤ، د دغې سیمی امنیت ټینګ ؤ، او د دفاعی کمیټو تنخواوی هم، د پاراچنار د مرکزی حسینیې او خلګو له خوا ورکول کیدلی، او د ښار امنیت هم ډیر ښه ؤ، او له هغه وخت څخه چی د پاراچنار د امنیت پوره کیدل؛ د کورم ایجنسی غیر طوری ځواکونو او د پاکستان پوځ ته سپارل شوی دی، امنیتی وضعیت ډیر خراب او کړکیچن شوئ، او ترهه ګر په آسانۍ سره کولای شی ښار ته په ننوتو سره، ترخې ترهه ګری حملی سرته ورسوی.
زموږ د راډیو خبریال، پدې باره کی د پاکستان د سنټ د پخوانی غړی، او د پښتونخواه عوامی ګوند د مشر«رضا محمد رضا» نظر وغوښت، چی نوموړی په ځواب کی وویل: هغه ترخی ټروریسټی پیښې چی په قبایلې سیمو؛ په تیره بیا په پاراچنار کی بڼه نیسی، د پاکستان د استخباراتو؛ په تیره بیا د« I.S.I » له خوا، د ترهه ګرو ډلو په وسیله سرته رسیږی، ترڅو په قبایلی سیمو کی د نا امنۍ په رامنځته کولو سره، پدغو سیمو کی د پوځ شتون دلیل او توجیه ولری، او وکولای شی
خپل ښکیلاکی سیاستونه د خلګو او قبایلو، او همداراز د افغانستان په وړاندی پلی کړی. ښاغلی رضا محمد رضا همداراز وویل: د پاکستان دولت او پوځ؛ له یوې خوا هڅه کوی په قبایلی خلګو باندی د فشار په اچولو سره، هغوی دیته مجبور کړی، چی په غیر قبایلی او بندوبستی سیمو باندی د دغو سیمو بدلیدل، او په پاکستان پوری د هغو یوځای کیدل او ضمیمه کول قبول کړی، او له بلې خوا هم د افغانستان دولت ته ووایی؛ چی په پاکستان کی د نا امنیو په خاطر دی، د ډیورنډ په کرښه کی د پوځی تأسیساتو او خنډونو له جوړیدو سره موافقه وکړی، ترڅو په پای کی د ډیورنډ کرښه د افغانستان د دولت له خوا په رسمیت وپیژندله شی. لیکن د پاکستان د سنټ د دغه پخوانی غړی له قوله، پداشان ښکیلاکی سیاستونو سره، اسلام آباد نشی کولای خپلو اهدافو ته ورسیږی. خو د افغانستان مشهور څیړاندی او لیکوال«نجیب منلی» د پاراچنار د خونړۍ پیښې په هکله، زموږ خبریال ته وویل: د هغو ترهه ګرو حملو ستر هدف، چی په پاراچنار، وزیرستان او افغانستان کی بڼه نیسی، پښتانه دی چی په یوه خاصه پلان سنجونه کی عام قتل کیږی. د افغانستان دغه مشهور لیکوال همداراز څرګنده کړه: د پښتانه قام دښمنان له یوې خوا، او د مسلمانانو دښمنان هم له بلې خوا، هڅه کوی ترڅو پښتانه چی ټول مسلمانان دی، هم له قومی نظره او هم له مذهبی نظره، له اختلافاتو سره لاس او ګریوان شی، او د دغه مسئلې او هدف د رښتنی کولو لپاره؛ تکفیری او افراط پالی ډلې، هم د پاکستان د استخباراتو د سازمان «آی؛اس؛آی» او هم د نړیوالو استخباراتی سازمانونو له خوا رامنځته شوی دی، ترڅو د دغه هیواد دولت د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو، او د اسلام آباد له سیاستونو څخه د پیروی کولو ته د کابل د مجبورولو په شان غوښتنو منلو ته؛ اړ باسی.
ښاغلی نجیت منلی همداراز په پاکستان باندی د کابل او امریکا په شمول؛ نړیوالو فشارونو ته په اشارې سره؛ چی له ترهه ګرو ډلو څخه د دغه هیواد د ملاتړ د ختمیدو په منظور یی بڼه نیولې ده؛ وویل: د پاراچنار په شان ترهه ګرې پیښې؛ له دغو فشارونو سره هم اړیکې لری، ترڅو د دغو ترهه ګرو حملو په سرته رسیدو سره؛ ځان مظلوم وښیی او له نړیوالو فشارونو څخه وتښتی. نجیب منلی همداراز زیاته کړه: چی د استخباراتی سازمانونو ستر او عمده هدف دا دئ، چی هم له یوې خوا له دغو ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه، پر اسلامی هیوادونو باندی لښکرکشې وکړی، او هم د اسلام مبین دین بدنامه کړی.