په پاره چنارکې ولسی پرلتۍوهنوحکومتی او پوځی چارواکی لالهانده کړی دی
دپاکستان دځینو خصوصی ټیلیویژنی چینلونو دمستند فلمونو اوخبرونو منتقلونکو خبریالانو یوه ډله چې غوښتل ئې د پاکستان د پاره چنار دغمځپلو خلکو چغه دپاکستان نور ښارونو اوسیدونکو او دنړۍ خلکو ته ورسوی ، دپاکستان دمرکزی حکومت اوځای حکومت مامورانو ئې دڅپری پاټک چې دکورمې ایجنسۍ د داخلیدو دروازه ده ، پاره چنار ته له تلو منع کړل او دغه راز ئې خپل سپیرۀنیّت او د ترهه ګرو او جنایتکارو پر غیر اسلامی او غیر انسانی کارونو دبرغولی کیښودلو یوه سپیره هڅه کړې ده .
زمونږخبریال له پاره چناره راپورراکړ دکورمې ایجسنۍ قبایلی سیمې په مرکز پاره چنار کې له تیرو اوو ورځو راهسې دقدس د ورځې دشهیدانو دکورنیو او په زرګونو ځوانانو پرلتۍ په داسې حال کې دوام لری چې حکومتی او پوځی چارواکو د دغې سیمې د مظلومو خلکو دچغې نړۍ ته درسیدو له ویرې د بیلابیلو ټیلیویژنی چینلونو دکیمره لرونکو ډلو پر ورتلو پابندی لګولی او په څپری پاټک کې ئې ډځینو چینلونو خبریالان پاره چنار ته د تفصیلانو دمخابیره کولو لپاره دغې سیمې ته له تلو منع کړی دی .
راپورښئ دپاکستان دځینو خصوصی ټیلیویژنی چینلونو دمستند فلمونو اوخبرونو منتقلونکو خبریالانو یوه ډله چې غوښتل ئې د پاکستان د پاره چنار دغمځپلو خلکو چغه دپاکستان نور ښارونو اوسیدونکو او دنړۍ خلکو ته ورسوی ، دپاکستان دمرکزی حکومت اوځای حکومت مامورانو ئې دڅپری پاټک چې دکورمې ایجنسۍ د داخلیدو دروازه ده ، پاره چنار ته له تلو منع کړل او دغه راز ئې خپل سپیرۀنیّت او د ترهه ګرو او جنایتکارو پر غیر اسلامی او غیر انسانی کارونو دبرغولی کیښودلو یوه سپیره هڅه کړې ده .
دغه راز ویئل کیږی دپاکستان د پیپلز ګوند یو مرکزی مشر او داصف علی زرداری نماینده سینټر رحمان ملک هم چې دپاره چنار له خلکو سره دخواخوږۍ لپاره پاره چنار ته د چورلکې په وسیله روان ؤ ، چورلکه ئې دپاره چنار ښار دپاسه وه چې پیلوټ ته اطلاع ورکړل شوه چې بیرته دې ستون شی ځکه چې رحمان ملک ته خطره ده .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوا له درو ورځو راهسې د موسم دخرابوالی په پلمې سره له پاره چنار تلو ډډه کوی ، نن هم یو شمیر پوځی چورلکې په پاره چنار کې کوزې شوی اوبیرته ئې الوتونه کړی دی ،خو شناندی وآئی چې بلاخره به ترڅو دپاکستان پوځی وسیاسی چارواکی دپاره چنار له مظلومو خلکو سره د نه لیدو پلمې جوړوی ،آیا دپاره چنار خلک پاکستانیان نه دی ؟ آیا پاره چنار دپاکستان سیمه نه ده چې نن اوه مه ورځ کیږی دشهیدانو کورنۍ او په زرګونو ځوانانو چې دسیمې ددرستو خلکو او مشرانو او عالمانو ملاتړ ورسره دی، پرلتۍ وهلی دی او یو پوځی او یا سیاسی لوړپوړی چارواکی د دغې سیمې د مظلومو خلکو دچغې آوردو ته نشی ورتللی ؟ شناندی داهم وائی چې د پاره چنار سیمې د اوسیدونکو له پاکستان سره په مینې کې هیڅ شک نشته خو ځینی سیاسی اوپوځی کړۍ دا هڅه کوی څو د سیمې مظلوم او غمځپلی خلک دې ته اړباسی څو د هیواد او خپل پوځ په خلاف ګامونه پورته کړی ،خو دسیمې اوسیدونکی په تیره بیا پرلتۍ وهونکی ځوانان او دشهیدانو کورنۍ وائی چې د دوی دبچیانو وینه هم د دپاکستان له خاورې سره دمینې په جرم سره تله شوې ده او که د خپل ټاټوبی لپاره دنورې وینې بهولو ضرورت شی نو بیا به هم له خپل هیوادپاکستانه خپل بچیان اوځانونه هم قربان کړو.
داپه داسې حال کې دی چې نن څومه ورځ ده چې دپاره چنار له مظلومو خلکو سره دخواخوږۍ په خاطر په درست پاکستان کې شیعه اوسنی مسلمانانو پشمول درست خلک حتی مسیحیانو هم لاریونونه وکړل اوپر حکومتی اوپوځی چارواکو ئې غږ کړی چې د پاره چنار دمظلومو خلکو د فریاد دآوریدو لپاره دئې خپله اسلامی او انسانی دنده ترسره کړی او له دغو کړیدلو خلکو سره دې توپیری چلند ختم کړی او دپاکستان دې د ټوټې ټوټې کیدو ا و دافراط پالنې په لور له تلو وژغوری . دپاکستان د امامیّه سټوډینټس آرګنایزیشن مرکزی صدر سرفراز نقوی چې د پاره چنار له مظلوموخلکو سره دخواخوږۍ لپاره په پرلتۍ وهنې کې له هغوی سره یو ځای شوی دی ، پرلتۍ وهونکو ته په خپلې وینا کې روښآنه کړې ، دپاکستان او اهل تشیع دښمنان دې په دې پوه شی چې دپاکستان دژغورلو لپاره به خپله هر څه قربان کړی ،خو دترهه ګرۍ او افراط پالنې او اوجنایتکارو اوتکفیریانو په ضد به خپلو فعالیتونو او او مبارزې ته دوام ورکوی . د نن سبا پاکستان دواکوالانو دنالایقتوب له امله داستعماری طاقتونو دغوښتنې په اساس اداره کیږی چې هماغه نفاق اچول او تقسیمول او حکومت کول دی خو دوی دې پوه شی او رادې شی په پاره چنار کې دې وګوری چې شیعه سنی مسلمانان اوحتی مسیحیان هم په دغو پرلتۍ وهنې کې شامل شوی دی آیا د دغو مظلومو خلکو دا غوښتنه چې جنایتکارو اودهغوی سهولتکارو او په پوځ کې موجودو تورزړو وحشی افسرانوته دې سخته سزا ورکړل شی ، دقانون خلاف ورزی ده ؟ آیا د دغو خلکو دا غوښتنه چې دوی ته دې انصاف ورکړی شی دپاکستان دآئین خلاف ورزی ده .دپاکستان دغه تالی څټی او له اسلامی اصولو غړیدلی حکمرانان ولې دخپل هیواد نورو خلکو ته د دغو مظلومو خلکو دفریاد دمخابیره کولو دمخنیوی دغې سیمې ته د خبری چینلونو دخبریالانو دورتلو مخه نیسی ،آیادوی غواړی په دغه اقدام سره دجنایتکارو او دهغوی دسهولتکاروله جنایتونو پرده پورته نشی ؟.
سرفراز نقوی دغه راز ووئیل کله دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف بهاولپور ته تللی شی اود پیټرولو چورتالان کونکو سره خواخوږی کولی شی ،نو دترهه ګرو او وحشی جنایتکارو په لاس د دشهید شویو ماشومانو ،ښځو اوځوانانو له کورنیو اوغمځپلو سره خواخوږۍ لپاره پاره چنار ته نشی ورتللی چې دهغه یوه دینی اوانسانی دنده هم ده. وروستی راپورونه ښئ چې دپاره چنار له بیلابیلو سیمو په دغو پرلتۍ وهونې اعتراضیه لاریون کې دګډون لپاره هماغه راز دخلکو ډلې روانې دی او نور دپرلتۍ وهنې په ځای کې دکیناستو ځای هم نه دی پاتې او دځای خلکو جذبه او انګیزه نوره هم په زیاتیدو ده .