دپاره چنار ځوانانوبریا دپاکستان د درست ملت د مقاومت نتیجه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51100-دپاره_چنار_ځوانانوبریا_دپاکستان_د_درست_ملت_د_مقاومت_نتیجه_ده
زمونږخبریا راپور راکړ دپاکستان د پاره چنار دشهیدانو دکورنیو او دلسګونوزره ځوانانو دپرلتۍ وهنې پّه نتیجې کې بلاخره هم پوځ تسلیم شو او د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرا ل قمرجاوید باجوه د ځوانانو په حقه غوښتنې ومنلې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 01, 2017 03:04 Asia/Kabul
  • دپاره چنار ځوانانوبریا  دپاکستان د  درست ملت د مقاومت نتیجه ده

زمونږخبریا راپور راکړ دپاکستان د پاره چنار دشهیدانو دکورنیو او دلسګونوزره ځوانانو دپرلتۍ وهنې پّه نتیجې کې بلاخره هم پوځ تسلیم شو او د پاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرا ل قمرجاوید باجوه د ځوانانو په حقه غوښتنې ومنلې .

راپورښئ  د پاره چنار دځوانانو   د ټولنې یوه مسئول شبیر حسین ساجدی  پرون  په یولړ څرګندونو  کې ووئیل   دپاره چنار د ځوانانو  دپرلتۍ وهنې  نتیجه د درستو  مظلومو خلکو او  دپاکستان د  میړنی ملت  دغږملتیا او دمظلومیّت  چغې ته دلبیک وئیلو یوه غوره   نتیجه ده چې باید  ظالم او  دیکتاتور  واکوالان دې په دې پوه شی د  ملت او  مظلومیت په وړاندې به هیڅکله هم ټینګ نه شی . اوبلاخره به هم بریا دمظلو م ملت وی .

 شبیرساجدی دغه راز  دله پاره چناره رانیولې تر ګلګت  بلتستان او تر  کراچۍ پورې  د درست  ملت په قدرونې سره ووئیل ،  دمظلومیّت دچغې پورته کول ښئ چې یو ملت   په یوووالی او اتحاد سره   خپلو حقه حقوقو ته رسیدلی شی او  ظالم واکمنان  هیڅکله هم د  ملت او  مظلومیّت په وړاندې نشی دریدلی .

 د پاره چنار دځوانانو دټونلې  مسئول مزمل  حسین طوری هم  پخپلو څرګندونو کې  د درستو  مظلومو خلکو او  دپاکستان دویښ اوځیر ملت  دیووالی او  او دمظلومیّت له چغې سره دخپل اعتراض   اوج  ته په رسولو کې د پاکستان د ملت په تیره بیا د علامه راجه ناصر عباس جعفری په  قدرونې اومننې سره ووئیل ،   دایوووالی او اتحاد ښئ چې  که اسلامی امت  سره یو موټی شی او خپله  دمظلومیّت چغه په یووالی اویوزړتوب سره پورته کړی نو دنړۍ یو  استعماری قدرت ئې هم مخه نشی نیولی او  پخپل اتحاد اویووالی سره  به درستې  مسئلې اومشکلات حل کړی . هغه یو ځل بیا دپاکستان درست ملت او د  کورمې ایجنسۍ ټول قومونه  یووالی او اتحد ته وبلل او وې ویل   دقوم  اوملت  اعتماد او باؤر ته به هیڅکله  هم  ضرر ونه رسوی او دځوانانو دغه  ټولنه   به دخپلې وروستۍ سلګۍ پورې  د قوم اوملت  دخیر ښیګڼې او  هوساینې لپاره  هلې ځلې وکړی .