د پاکستان له لوری د هندی بندیانو د لیسټ وړاندې کیدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51144-د_پاکستان_له_لوری_د_هندی_بندیانو_د_لیسټ_وړاندې_کیدا
د اسلام آباد حکومت د پاکستان به بندونو کښې د په سلګونو بندی هندیانو لیسټ د هند سفارت ته سپارلی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2017 12:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان له لوری د هندی بندیانو د لیسټ وړاندې کیدا

د اسلام آباد حکومت د پاکستان به بندونو کښې د په سلګونو بندی هندیانو لیسټ د هند سفارت ته سپارلی

زمونږ خبریال راپور راکوی،د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ:په دغه لیسټ کښې دوه پنځوس عادی او څلور سوه څلور نوی هندی کب نیونکی شامل دی.

ټاکل شوی د پاکستان حکومت په دغو بندیانو کښې دوه سوه نولس بندیان د جولائی تر یوویشتمې پورې آزاد او هندی چارواکو ته یې وسپاری. دغه اقدام د ۲۰۰۸ کال د مئی په ۲۱ نیټه د دواړو هیوادونو تر مینځ د کنسولی موافقې له مخې شوی دی.

د دغې موافقې پر اساس، هند او پاکستان دا دنده لری چې په کال کښې دوه ځله په خپلو بندونو کښې د یوه بل د  بندیانو لیسټ په خپلو کښې مبادله کړی.    ټاکل شوی د هند حکومت هم په خپلو بندونو کښې د بندی پاکستانیانو لیسټ په نوی ډیلی کښې د پاکستان سفارت ته وسپاری.