د پاکستان پوځ په هیواد کښې د داعش شتون رد کړی
Jul 01, 2017 15:03 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ ویندوی په خپل هیواد کښې د داعش د تکفیری او وهابی ډلګۍ شتون رد کړ.
له اسلام آباد زمونږ خبریال راپور راکړی،جنرال آصف غفور نن وویل:د داعش نومی کومه ډلګۍ په پاکستان کښې نشته او یوازې د سپاه صحابه،لشکر جهنګوی او جماعت الاحرار نومی ترهګرې ډلګۍ په دغه هیواد کښې ترهګرې او ځانوژونکی حملې کوی،چې پوځیانو ترې زیات کسان نیول شوی دی.
په پاکستان کښې د داعش د ترهګرې ډلګۍ د نه شتون په اړه د دغه هیواد د پوځ د ویاند څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د پاراچنار د جنایکاره چودنو په شمول په پاکستان کښې د اکثره ترهګرو اقداماتو پړه داعش په خپله غاړه اخیستلی چې له امله یې په سلګونو شیعیانو ته مرګ ژوبله اوښتلی ده.