پاړه چنارکې ژوند عادی حالت ته راګرځېدلی
له اتو ورځو ځنډ څخه وروسته، د پاړه چنار خلکو خپل احتجاج ختم کړی او د سیمې بازارونه نن بیا پرانیستل شوی دی.
د پاړه چینار خلکو وروسته له هغې احتجاجی ناسته پیل کړې وه، چې د جون په ۲۳ مه، هلته بمی چاودنه وشوه چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. وروسته د احتجاج کونکو او ملېشه ځواکونو ترمنځ د اخ و ډب په ترڅ کې یو شمېر کسان ژوبل شوی هم وو.
اعتراض کونکو غوښتنه کوله، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «چودری نثارعلی خان» دې له دوی سره مخامخ خبرې وکړی، او د بمی چاودنو او د ملېشه ځواکونو د تشدد په اړه دې د دوی پوښتنو ته ځواب ووایی.
خو د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال«قمر جاوید باجوا» پاړه چنار ته ورغئ، او د احتجاج کونکو غوښتنی یې واورېدلې، او ورسره یې ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې ومنل شی. له دې ملاقات څخه وروسته احتجاجی ناسته ختمه شوه.
یو ځایی اوسیدونکې «جمشید توری» پرون رسنیو ته وویل؛ چې ژوند بیرته عادی حالت ته ګرځېدلی دئ.
په پاړه چنار کې د جون په ۲۳مه نیټه په دوو بمی چاودنو او ملیشه ځواک په ډزو کې تر ۲۵۰ پوری کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.