د پاکستان د بلوچستان نیشنل ګوند مشر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51510-د_پاکستان_د_بلوچستان_نیشنل_ګوند_مشر_ووژل_شو
په کوئټه ښار کښې د بلوچستان نیشنل ګوند ځایی مشر په یو وسلوال برید کښې وژل شوے او یو بل کس زخمی شوے دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 06, 2017 19:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بلوچستان نیشنل ګوند مشر ووژل شو

په کوئټه ښار کښې د بلوچستان نیشنل ګوند ځایی مشر په یو وسلوال برید کښې وژل شوے او یو بل کس زخمی شوے دے.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د بلوچستان نیشنل ګوند ځایی مشر ملک نوید د کوئټې ښار په ارباب کرم خان روډ کښې د نامعلومو وسلوالو له لوری په ډزو سره ووژل شو.د نوموړی سره یو بل تن د حاجی عیسی په نامه  زخمی شو.

پولیسو ویلی چې په یاده سیمه کې نامعلومو وسلوالو د بلوچ قومی مشر پر موټر ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېدل چې تر اوسه نه دی نیول شوی.

د بلوچستان نیشنل ګوند تر څنګ د دغه صوبې وزیراعلی او  نورو قومی مشرانو او بلوچ ګوندونو د نوموړی وژنه غندلې ده او د حکومت څخه یې غوښتې چې وژونکی دی ژر تر ژره ونیسی.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشری بلوچ قومی مشر سردار اختر مینګل چې د بلوچستان صوبې وزیر اعلی هم پاتے شوے دے کوی.