دپاکستان دلومړی وزیردټاکنې لپاره به ولسی جرګه بل سباغونډه جوړه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53030-دپاکستان_دلومړی_وزیردټاکنې_لپاره_به_ولسی_جرګه_بل_سباغونډه_جوړه_کړی
دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اودغه راز داپوزیشن ګوندونو مشر خورشید شاه د غل ثابت شوی نواز شریف له خوا دخپل ورور دلومړی وزارت لپاره نومول د جمهوری روایتوپه اپوټه کار بللی دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 30, 2017 07:38 Asia/Kabul
  • دپاکستان دلومړی وزیردټاکنې لپاره به ولسی جرګه بل سباغونډه جوړه کړی

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اودغه راز داپوزیشن ګوندونو مشر خورشید شاه د غل ثابت شوی نواز شریف له خوا دخپل ورور دلومړی وزارت لپاره نومول د جمهوری روایتوپه اپوټه کار بللی دی

 دسحر اردو  ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ  ډپاکستان  ولسمشر ممنون حسین  اعلان کړی چې  دولسی جرګې  په غونډې کې به چې بل سبا یعنی  دسه شبنې په ورځې  به جوړه شی ، د دغه اورګان  استازی  دخپل هیواد لپاره نوی لومړی وزیر وټاکی .

مسلم  لیګ ن څانګې  البته  د دغې څانګې لیرې کړائ شوی ټګ  مشر نواز شریف دموقتی  لومړی وزیر په توګه  مخکې له مخکې  شاهد خاقان عباسی  او له کابو پنځه پنځوس ورځو وروسته  خپل کشر ورور شهباز شریف  ددایمی لومړی وزیر په توګه نومولی دی .

داپه داسې حال کې دی چې   دتحریک انصاف  ګوند مشر  عمران خان اودغه راز داپوزیشن  ګوندونو  مشر خورشید شاه  د غل ثابت شوی نواز شریف له خوا  دخپل ورور  دلومړی وزارت لپاره نومول د جمهوری روایتوپه اپوټه کار بللی دی . دغه راز وئیل کیږی چې  دتحریک انصاف  ګوند مشر دلومړی وزارت لپاره دعوامی مسلم لیګ مشر  شیخ رشید معرفی کړی دی . تر دې دمه  پیپلز ګوند اونورو مخالفو ګوندونو په دې اړه  کومه فیصله نه ده کړې خو خورشید شاه هڅه  کوی څو د اپوزیشن له خوا په  متفقه توګه یو  کس دلومړی وزارت لپاره معرفی کړی .

 دپاکستان  دوخت لومړی وزیر نواز شریف او دهغه بچیان او ورسره د خزانې وزیر اسحاق ډار  صلاحیتونه رد کړئ شوی او دوی غلۀ او ټګان معرفی شوی  او له کاره ګوښه کړائ شوی دی .