دپاکستان د نوی حکومت د کابینې دلوړې دستورې ترسبا وځنډیدې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53282-دپاکستان_د_نوی_حکومت_د_کابینې_دلوړې_دستورې_ترسبا_وځنډیدې
راپورښئ دپاکستان نوی لومړیوزیر نن ناڅاپی دلیرې کړائ شوی ټګ لومړی وزیر نوازشریف سره دلیدوکاتو اودغه راز د نواز شریف په مشرۍ دمسلم لیک ن څانګې په مشورتی غونډې کې دګډون لپاره مری ته تللی ؤ،په همداوروستیو کې ئې وئیلی دی ، دځینو وزارتونو د وزیرانو دنه مشخص کیدو له امله نن ماښام کیدونکی دلوړو دستورې تر سبا پورې ځنډیدلی دی اوپه دې اړه دولسمشرۍ ماڼۍ ته اطلاع رسول شوې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2017 11:33 Asia/Kabul
  • دپاکستان د نوی حکومت د کابینې دلوړې دستورې ترسبا وځنډیدې

راپورښئ دپاکستان نوی لومړیوزیر نن ناڅاپی دلیرې کړائ شوی ټګ لومړی وزیر نوازشریف سره دلیدوکاتو اودغه راز د نواز شریف په مشرۍ دمسلم لیک ن څانګې په مشورتی غونډې کې دګډون لپاره مری ته تللی ؤ،په همداوروستیو کې ئې وئیلی دی ، دځینو وزارتونو د وزیرانو دنه مشخص کیدو له امله نن ماښام کیدونکی دلوړو دستورې تر سبا پورې ځنډیدلی دی اوپه دې اړه دولسمشرۍ ماڼۍ ته اطلاع رسول شوې ده .

زمونږخبریال دجنګ انټرنیتی سایټ له قوله راپور راکړ   ټاکل شوې وه چې نن ناوخته د پاکستان دنوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی  دکابینې وزیران لوړه وکړی،خو دځینونامعلومو دلیلونو په وجه دغه  دستورې ترسبا ځنډیدلی دی .

 راپورښئ   دپاکستان نوی لومړیوزیر نن  ناڅاپی  دلیرې کړائ شوی ټګ  لومړی وزیر نوازشریف سره دلیدوکاتو اودغه راز د نواز شریف  په مشرۍ دمسلم لیک  ن څانګې  په مشورتی غونډې کې دګډون لپاره  مری ته تللی ؤ،په همداوروستیو کې ئې  وئیلی دی ، دځینو  وزارتونو د وزیرانو دنه مشخص کیدو له امله نن ماښام کیدونکی دلوړو دستورې تر سبا پورې ځنډیدلی دی  اوپه  دې اړه  دولسمشرۍ ماڼۍ ته اطلاع رسول شوې ده . داهم وئیل شوی دی ، چې تر دې دمه  د دفاع ،خارجه ،کورنیو  او تجارتی  چارو وزارتونو د ویشلو په سرځینی اختلافات  رامینځةشوی دی ، او په دې اړه  مشورې  دوام لری  او  په دې اړه دنواز شریف اوشاهدخاقان  عباسی ترمینځ په دې اړه هم مشورې شوی دی . داهم وئیل شوی دی چې  په مری کې  په نننۍ مشورتی غونډې کې چوهدری نثار علی خان چې  څوورځې مخکې ئې  له داخله چارو وزارته استعفی ورکړې وه، هم موجود ؤ او داهم وئیل شوی چې   په نوی کابینې کې دهغه نامه تر دې دمه نه ده ترسترګو شوی .

ډیری شناندی او کارپوهان وائی  دپاکستان سترې محکمې  په همداوروستیو کې  دپاکستان  دوخت لومړی وزیر نواز شریف  غل اوټګ  ثابت شوی او له خپلې  څوکۍ ګوښه کړی شوی، خوبیا هم  نواز شریف  دمسلم لیګ ن څانګې او دغه راز دحکومتی  چارو فیصلې هم پخپله کوی چې داپخپله د دیموکراسۍ  دچارو په خلاف  یوه ستره  خلاف ورزی  او سپین سترګیتوب دی .